انصار: (د مرغومی ۲۷ مه) خبري سرچینې وایي چې د ایران په هڅو د سیمې یو شمېر هېوادونو په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم ته د افغانستان د وضعیت او دغه رژیم سره د خپل تعامل په اړه د وړاندیزونو د یوې مشخصې بستې پر چمتو کولو کار پيل کړی.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ، چې تازه یې پاکستان ته سفر هم کړی، په ضمني ډول د همداسې وړاندیزونو پر چمتو کولو د بحث خبره کړې ده.
له دې سره هم مهاله، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته په سفر تللی او له خپل ایراني سیال او یو شمېر نورو چارواکو سره یې لیدلي.
د هغه د خبرو یوه لویه برخه هم د افغانستان پر وضعیت او ورسره د ګاونډیو هېوادونو پر تعامل څرخېده.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو خلاف د یو شمېر وسله والو ډلو د موجودیت اندېښنې رفع کول، په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت جوړول او یو شمېر نور د سیمې د هېوادونو له لوري په ګډه طالبانو ته له کېدل کېدونکو ګډو وړاندیزونو څخه دي.
معلومه نه ده، چې طالبان به د دغو وړاندیزونو په اړه څه دریځ ولري، خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د بهرنیو جنګي ډلو حضور رد کړی او هم یې خپل رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو استازی ګڼلی.
دوی دغه راز، په دې اړه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې او مخالفت یې ورسره کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29656